ډنمارک کې د فوټبال لوبه پر زوم وښودل شوه
![ډنمارک کې د فوټبال لوبه پر زوم وښودل شوه](https://gdb.rferl.org/fdc54e06-9ac9-4f52-8e01-8296a72ec5e8_tv_w800_h450.jpg)
د کورونا وبا له کبله ژوند د نورو برخو په څېر سپورټس هم متاثره شوي خو د نویو حالاتو سره سم د جدید ټیکنالوژۍ په استعمالولو بیا د لوبو میدانونه ابادېږي. په ډنمارک کې د فوټبال لوبې په داسې حال کې پیل شوې چې د زوم ویډیو کانفرنس په ذریعه یې زرګونو خلکو نه یوازې ننداره وکړه بلکې د خپلې خوښې لوبغاړو د هڅولو لپاره یې نېغ په نیغه نعرې هم ووهلې. په دې هکله تفصیل د رویټرز خبری ایجنسۍ په دې ویډیو کې وګورئ چې منورشاه پښتو ته اړولې ده.