د تېلو بیې ټيټې شوې، خو خلک یې نشي ترلاسه کولای
![د تېلو بیې ټيټې شوې، خو خلک یې نشي ترلاسه کولای](https://gdb.rferl.org/4B3EDA21-B347-4E05-82D8-5597C707BF11_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې حکومت، په نړیوال بازار کې د تېلو کمو بیو ته په کتو، د جون میاشت لپاره د تېلو بیې ټيټې کړې. خو اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په اکثرو ښارونو کې په پمپونو کې تېل یا نشته او یا یې خلک په مشکل ترلاسه کوي.