چک جمهوریت د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د «نامطلوبو» اشخاصو په توګه اعلان کړل
![چک جمهوریت د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د «نامطلوبو» اشخاصو په توګه اعلان کړل](https://gdb.rferl.org/0005A15F-FA98-4527-B5E4-45150A93F6D2_w800_h450.jpg)
د چک جمهوریت صدراعظم وايي حکومت یې په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په لیست کې شامل کړل.
اندري بابیش نن په پراګ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دا اقدام د مسمومولو د هڅو له کبله شوی دی.
خو وروسته دا یو ناسم خبر وبلل شو، چې علت یې د سفارت د کارکوونکو ترمنځ اختلافات وبلل شول.
د چک صدراعظم اندري بابیش وویل:
«په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په توګه اعلان کړای شول.»
لومړی د چک جمهوریت په رسنیو کې دا خبر داسې خپور شو، چې د روسیې د سفارت د ساینس او کلتور د مرکز مشر اندري کونچاکوف له روسیې څخه د راسین په نوم زهرجن مواد راوړي دي.
په راپورونو کې ویل شوي وو، چې په پام کې وه، په دغو موادو د مارچ میاشتې په نیمايي کې د پراګ ښاروال زدینیک هژیب او د ښاروالۍ دوه نور مهم چارواکي مسموم کړای شي.
مسکو دا پېښه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ رامنځته کړی، جعلي خبر بللی دی.