روسیې د یوه برېښناکوټ مسؤل ونیوه
![روسیې د یوه برېښناکوټ مسؤل ونیوه](https://gdb.rferl.org/25f2f5f5-267f-4f0f-881d-eb9f6e487ff8_w800_h450.jpg)
روسي چارواکو په سایبریا کې د حرارتي برېښنا د یوه برېښناکوټ یو مسؤل نیولی دی.
دا اقدام وروسته له هغې وشو چې تېره جمعه د دغه برېښناکوټ ۲۰ زره لیتره ډیزل ځمکې، یوه سمندرګي او دوو سیندونو ته توی شول.
دغه پېښه صنعتي ښار نورېلسک ته څېرمه شوې ده.
د کراسنو یارسک کرای محلي محکمې پرون امر وکړ چې د برېښناکوټ مسؤل، ویاچیسلاف ستاروستین دې د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې تر محاکمې مخکې په توقیف کې وساتل شي.
دی د ژوند چاپېریال له مقرراتو په سرغړونې او ناغېړۍ تورن شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پېښې د عواقبو د څېړنې لپاره په سیمه کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.