پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره
![پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره](https://gdb.rferl.org/757e66a8-4de6-419a-871a-a096c94a0a3b_tv_w800_h450.jpg)
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.