ننګرهار کې د ګټورو زراعتي تولیداتو زیاتېدو د کوکنارو کښت کم کړی
![ننګرهار کې د ګټورو زراعتي تولیداتو زیاتېدو د کوکنارو کښت کم کړی](https://gdb.rferl.org/2E63C20F-6D99-4724-BBC2-80E79705AA55_cx0_cy22_cw49_w800_h450.jpg)
په ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي د ګټورو زراعتي تولیداتو زیاتېدو تر ډېره د کوکنارو د کښت مخه نیولې ده.
د دوی په وینا سږ کال په ننګرهار کې پر ۳،۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي دي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "په ننګرهار کې پر شااوخوا ۳،۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه کرل شوي چې سږ کالیې تر اووه نیم زره ټنو پورې حاصلات ورکړي دي. په دې ولایت کې وړاندې د کوکنارو او نورو نشهیي توکو کښت کېده چې ورځ تر بلې د دې کښت مخنیوی کېږي."
د دې ترڅنګ د ننګرهار چارواکو تېره میاشت په شپږو ولسوالیو کې پر ۳،۰۰۰ هکټاره ځمکه د هندواڼو د کرلو خبر ورکړی و.
تېر کال هم په ننګرهار کې پر دوه نیم زره هکټاره ځمکه د هندواڼو د یو لک ټنه حاصلاتو ټولولو خبر ورکړل شوی و.