ارمنستان کې نافذ یوی بېړنی حالت تمدید شو
![ارمنستان کې نافذ یوی بېړنی حالت تمدید شو](https://gdb.rferl.org/CBCD602E-7B73-4E11-B3C5-A340B49A0EF6_w800_h450.jpg)
د ارمنستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید کړ.
حکومت نن جمعه په یوه فوقالعاده جلسه کې هغه بېړنی حالت چې د مارچ په نیمايي کې لګول شوی و، د جولای تر ۱۳مې تمدید کړ.
د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشینیان پارلمان ته وویل، په ارمنستان کې د کرونا وبا له کبله راغلی وضعیت لا هم کړکېچن دی.
د ده په وینا که څوک اعتراض نهلري، نافذ شوی بېړنی وضعیت به یوه بله میاشت هم دوام وکړي.