د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي
![د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي](https://gdb.rferl.org/ffc5343c-2ffa-423f-9f4a-fbbaec32d79d_tv_w800_h450.jpg)
سیف الله د خیبر د جمرود اوسېدونکی او د پېښور پوهنتون زده کوونکی دی. د کورونا وایرس وبا له وجې د پاکستان تعلیمي ادارې د مارچ له نیمايي راهیسې تړلې دي او ځینو ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو د پرلیکه (انلاین) زده کړو زمینه برابره کړې خو قبایلي سیمې انټرنېټ نه لري. سیف الله او ځینو ملګرو یې د دې ستونزې حل پیدا کړی. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.