راتلونکو درې ورځو کې افغانستان ته نړیوالې الوتنې بیا پیلېږي
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شي.
د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ګډون په اکثرو هېوادونو کې هوايي سفرونه وځنډول شول، خو یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس په خپرېدو کې د شدت له کمېدو وروسته په تدریجي ډول الوتنې بیا پیل کړې.
د روان جون په ۹مه نېټه امارات هوايي شرکت اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په ۲۵مه کابل ته الوتنې بیا پیلوي.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفاييزاده ویلي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شویو لارښوونو ته په کتو به الوتنې پیل شي.