لوګر کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې ۱۲ تنه ټپيان شوي
![لوګر کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې ۱۲ تنه ټپيان شوي](https://gdb.rferl.org/3571DB70-54D0-4769-95A2-0C9EB57689AE_w800_h450.jpg)
لوګر کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیبالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار د کابل-ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر ولایت د خضر بازار په سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر ولګېد او ۱۲ تنه پهکې ژوبل شول."
د ستانکزي په وینا په ټپیانو کې د ۱۲ تنو حال نازک دی.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په ویشتل شویو ګولیو ټپیان شوي دي.
ټپیان د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.