امریکا: روسیه دې امریکايي وګړی 'پال ویلان' ژر خوشې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له روسیې غوښتي چې امریکايي وګړی پال ویلان دې ژر تر ژره راخوشې کړي.
ده وویل چې په جاسوسۍ د دغه پخواني نظامي تورنول ناوړه چلند دی.
دا وروسته له هغه چې په مسکو کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د جون په پنځلسمه نېټه پال ویلان د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم کړ.
ویلان تر بندو دروازو شاته محاکمه شو ځکه په شواهدو کې محرم اسناد وو او همداراز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف هم دا محاکمه علني نه وه.
روسیې ته د امریکا سفیر وویل دا قضیه پر عدالت ټوکې کول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل چې دی په دې محکمې خواشینی شوی دی او امریکا جدي اندېښنه لري چې ویلان په روسیه کې پر عدالت له ولاړې محاکمې محروم کړای شوی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وویل چې دی د ویلان پر وړاندې د محکمې له دې پرېکړې ډېر مایوسه شوی.
ویلان د امریکا تر څنګ د بریتانیا، کاناډا او ایرلنډ تابعیت لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې د بې عدالتۍ ادعاوې رد کړې.
پنځوس کلن امریکايي نظامي پال ویلان د ۲۰۱۸ میلادي کال په ډېسېمبر میاشت کې په مسکو کې ونیول شو او د روان کال په مارچ میاشت کې محکمې ته وړاندې شو. \
ده پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.