د ناټو پیلېدونکې غونډه کې د افغانستان پر سولې او ثبات هم بحث کېږي
نن د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي چې د افغانستان پر سولې او ثبات هم بحث کېږي.
د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران به له لیرې لارې وېډیو کنفرانس په واسطه په دې غونډه کې ګډون کوي چې د ناټو سازمان اړوندو مهمو مسایلو ترڅنګ به په افغانستان کې د دغه سازمان د مأموریت په څرنګوالي هم خبرې وکړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د یادې غونډې د اجنډاو د بیان پر وخت وویل چې ناټو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون او له مخې یې د بندیانو د خوشې کېدو پروسه، پرمختګونه وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان وضعیت ستونزمن دی او باید له افغانانو سره همکاري وشي.