افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ ته ورسېد
![افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/9F9B5509-2458-4C89-B61A-B5CA578E5F2E_cx13_cy15_cw60_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ شو.
د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی څه باندې ۱۳۰۰ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۶۵۸ هغو نتیجه مثبته راوتلې.
افغانستان کې د اخته شویو کسانو له ډلې تراوسه ۱۵۰۲ بیرته روغ شوي او ۵۴۶ تنه مړه شوي دي.
پرون د ملګرو ملتونو یوه راپور کې وویل شول چې افغانستان کې د کویډ-۱۹ مشکوکو ناروغانو معاینه ډېره کمه ترسره کېږي.
دغه راپور کې وویل شول چې افغانستان او پاکستان کې هرو یو میلیون وګړو کې ۱۳ تنه یې کرونا مړه کړي دي.