لغمان چارواکي: طالبانو ۳۴ کسان له بنده آزاد کړي
![لغمان چارواکي: طالبانو ۳۴ کسان له بنده آزاد کړي](https://gdb.rferl.org/AE712218-B648-4475-8056-729A270716C2_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د چهارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره بندیان ۳۴ کسان خوشې شوي دي.
ښاغلي دولتزي وویل چې د ازادو شویو بندیانو له ډلې یې ۱۸ په الیشنګ، ۷ دولت شاه او ۹ په الینګار ولسوالۍ کې طالبانو خوشې کړي چې پرون یې لغمان مرکز مهترلام کې د لغمان له چارواکو سره هم ولیدل.
د دولتزي په خبره، دا به وروسته مالومه شي چې خوشې شويو کې یې څومره امنيتي ځواکونه دي.
ازادو شویو کسانو کې د لغمان سربېره د ننګرهار، کونړ او نورستان اوسېدونکي شامل دي.