د امریکا په ځینو ایالتونو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي
په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له لیرې کولو وروسته له ځینو ایالاتونو څخه د دې ناروغۍ د نویو مواردو خبر ترلاسه شوی.
پرون چارشنبې په اوکلاهوما، ټکزاس، کالیفورنیا، فلوریډا او اریزونا ایالتونو کې په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو راپور ورکړل شو.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له دوه میلیونه او دوه سوه زرو اوښتی او د مړو شمیر یولک او شل زرو ته نږدې شوی دی.
خو د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې چې مخکې د دې ناروغۍ د بیا خپرېدو راپورونه ورکړل شوي وو، د چارواکو په وینا د 'کووید-۱۹' موارد راکم شوي دي.