پاکستان د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه
![پاکستان د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه](https://gdb.rferl.org/A9AA5B1C-3071-4D1A-B50A-B1A9D39D490A_cx29_cy11_cw55_w800_h450.jpg)
د پاکستان دولت منصور خان د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، نن سبا کې به دغه ګمارنه په رسمي ډول اعلان شي.
له دې وړاندې د پاکستان یوې ورځپاڼې هم د دغې ګمارنې راپور ورکړی و.
منصور خان به په کابل کې د ذاهد نصرالله خان ځای ناستی شي چې دا مهال په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماتیک ماموریت مشري ور له غاړې ده.
پاکستان خپل سفیر داسې مهال بدلوي چې وروستیو ورځو کې یې د پوځ مشر کابل ته راغلی و او له چارواکو سره یې د سولې بهیر په اړه چې اوس حساس پړاو ته رسیدلی، خبرې وکړې.