افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
![افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې](https://gdb.rferl.org/08a02888-8271-41d7-8793-8062a8773b10_w800_h450.jpg)
د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم افغانستان اوسمهال په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو د شمېرو د ګراف له مخې، مخ پر لوړ روان دی، خو که خلک د روغتیا پالانو لارښوونو ته پام وکړي، کېدای شي 'کوویډ-۱۹' ناروغي کنټرول شي.