افغان سوداګر: د هرات-اسلام قلعه پر لاره ناامنیو اندېښمن کړي یو
![افغان سوداګر: د هرات-اسلام قلعه پر لاره ناامنیو اندېښمن کړي یو](https://gdb.rferl.org/D0A4AD18-7D53-44F5-9C63-4BE23BDFFC2E_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
افغان سوداګر او موټر چلوونکي د هرات-اسلام قلعه په لویه لار د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضيزاده وایي، نا امنۍ دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.
نوموړي وویل، په دغه لویه لار کې د کمېشنکارانو شمېر هم زیات شوی.
دوی وایي، سوداګر اړ دي چې د خپلو مالونو د بررسۍ لپاره په دې لارې راشي، خو په وینا یې يادو ستونزو د دوی کارونه ټکني کړي دي.
تر دې وړاندې هم موټر چلوونکو له ګمرک کوونکو شکایت کړی و چې له دوی ډېرې پیسې اخلي.
دوی وايي، يادې ستونزې لامل شوي چې د مالونو انتقال هم په ځنډ سره ترسره شي.
د هرات د سوداګرۍ خونه وایي، دا ستونزهیې له اړوندو چارواکو سره هم شریکه کړې، خو رسېدنه ورته نهده شوې.
د ویلو ده چې په ورځني ډول له دې لارې ٢ تر ٣٠٠ پورې سوداګریز موټر له ایران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې هرات ته داخلېږي.