د زده کوونکو په نیولو د کوټې پولیس مشر له دندې ګوښه کړل شو
![د زده کوونکو په نیولو د کوټې پولیس مشر له دندې ګوښه کړل شو](https://gdb.rferl.org/1740F46C-43E2-4A5D-9D60-08F7F2682DBD_w800_h450.jpg)
د بلوچستان حکومت د کوټې پولیس مشر عبدالله جان اپرېدی د بلوڅ زده کوونکو په نیولو له خپلې دندې لیرې کړی دی. زده کوونکو په دوشنبه مازیګر مهال د انلاین زده کړو پر ضد او د پوهنتونونو او کالجونو بیا وازلو لپاره تر صوبايي اسمبلۍ د لاریون کولو نیت کړی وو چې په لاره کې یې ډېری ونیول شول خو وروسته پرېښودل شول. د ایوب ترین راپور