چارواکي: کندهار کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: کندهار کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/DB2EFFDB-3C57-4D49-9624-4132101F917E_cx0_cy15_cw92_w800_h450.jpg)
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو په برید کې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالي کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول.
د کندهار امنیه قوماندانۍ نن وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي په سیاسنګ دره کې غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري پرې هوايي بریدونه وشول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.