غني خپل مرستیال ته د فساد سره د مبارزې لپاره د تګلارې جوړولو امر ورکړ
ولسمشر محمد اشرف غني تازه لارښوونه کړې چې لومړی مرستیال یې امرالله صالح په لویو ښارونو کې د جنایاتو د مهارولو، په مالي نظام کې په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه او په کلیو ولسوالیو او ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ څارنه وکړي.