امنیتي چارواکي: فاریاب کې ۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، په وسلهواله نښته کې ۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د فاریاب امنیه قومانداني وايي نښته تېره شپه یوه بجه، وروسته تر دې پیل شوه چې اول وسلهوالو طالبانو په قرمقل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو ډلهییز بریدونه پیل کړل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا نښته تر نن سهار پنځه نیمې بجې روانه وه.
ده وویل: "د دښمن حمله په شا وتمبول شوه چې په نتیجه کې یې ۳ وسلهوال طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور یې سخت ټپیان شول. دوی د جګړې له ساحې ووتل. زموږ یو دفاعي ځواک هم د خلکو او هېواد د ساتنې لپاره شهید شوی او بل تن برسېرن ټپي شوی دی."
ښاغلی یورش وايي د وسلهوالو طالبانو په وړاندې په مبارزه کې ولسي پاڅونوالو هم له امنیتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.