غزني کې د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل کوي
![غزني کې د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل کوي](https://gdb.rferl.org/26A648AE-13A9-4F83-A436-7DCFB50AF00A_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په غزني کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل وکړي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر عبدالمتین قلندري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کار خونه به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې فابريکې په تړاو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره خبرې شوې دي او ټاکل شوې چې په دغه کار خونه کې به غټې او وړې بټرۍ جوړې شي.
ښاغلی قلندري وایي، د بټریو د تولید دغه فابريکه د خصوصي سکټور د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي.
د غزني سوداګرۍ او صنعت خونې چارواکي وایي، سره له دې چې د غزني ولایت خصوصي سکټور د ناامنیو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم په هېواد کې پانګونې ته ژمن دي.