د پکتیا چارواکي: طالبان د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو مخه نیسي
په پکتیا کې د ګردېز زرمت سړک پروژه چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي د جوړیدو غوښتنه کوي، لا هم هم نیمګړې پاتې ده.
د پکتیا ځایي چارواکي وايي، طالبان د دې سړک د جوړیدو مخه نیسي، خو دوی بیا یې د دې سړک د جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې په خپل وخت یې بشپړ کړي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که دا سړک بشپړ شي، سوداګري به وغوړیږي او د توکو بیې به ټیټې شي.
نور حال له سیمې د احسان ارین په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: