د فرانسوي ښوونکي د سر پرېکوونکي مړی چیچنیا کې خاورو ته وسپارل شو
د هغه اتلس کلن چیچنیایي هلک چې پاریس ته نږدې د یوه ښوونکي سر یې پرې کړی و، مړی په چیچنیا کې خاورو ته وسپارل شو. د عبدالله آنزوروف د جنازې په مراسمو کې چې د شالاژي په کلي کې ترسره شول، شاوخوا دوه سوه کلیوالو ګډون وکړ. د هغه مړی وړمه ورځ چیچنیا ته لېږدول شوی و. آنزوروف د اکتوبر د میاشتې په نیمایي کې د تاریخ او جغرافیه ښوونکي وواژه چې وروسته د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو. دغه ښوونکي له دې پېښې څو ورځې مخکې زده کونکو ته د ازادي د بیان د یوې برخې په توګه د حضرت محمد کاریکاتورونه ښودلې و.