پاکستان جمهوري غورځنګ: د عمران خان اقتصادي تګلاره ناکامه شوې
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی. د مردان تر جلسې مخکې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان او زرګونه پلویان په قافلو کې له ښاره تېر شول. پي ډي اېم وايي، په فبرورۍ کې د اسلام اباد لوري ته لاریون کوي. حکومت په بیا بیا ویلي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې سموي یې. Читать дальше...