Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 04.12.2020

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي "مجيب الرحمن ځدارڼ" په کرونا ویروس اخته شوى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې  لوبغاړی مجیب الرحمن په کرونا اخته شوی. د اسټرالیا د بېګ باش لیګ د بریسبن هيټ لوبډلې چې مجیب الرحمن په کې لوبېږي په یوه اعلامیه کې نن دا خبره کړې ده. مجیب الرحمن د اسټرالیا د کرکټ په غوره لیګ یا بېګ باش کې د لوبېدو لپاره تېره اوونۍ د ځینو نورو افغان لوبغاړو په ملتیا اسټرالیا ته تللی. د کوینسلنډ ایالت د کرکټ اجرایوي مشر تیري سوینسون ویلي، چې د دغه ایالت روغتیاپالان او په خپله بریسبن لوبډله به د مجیب الرحمن د ژر ښه کېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي. مجیب الرحمن د افغانستان... Читать дальше...

ولسمشر غني: د "ناکامورا" نيمګړې پروژې بشپړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس وايي، حکومت ژمن دی چې د ډاکتر تیتڅو ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي. محمد اشرف غني دا خبرې نن د جاپاني بشرپاله ډاکتر تیتڅو ناکامورا د وژنې د لومړي تلین په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې کړي. هغه زياتوي: "ترهګرو له موږ یو ښکلی انسان واخیست خو د هغه ځلانده میراث او کاري روحیه به د افغانانو د راتلونکو نسلونو په زړونو کې وي"،د افغانستان حکومت په لویه پکتیا او کابل کې د ځنګلونو، کرنیزې پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغه (ډاکتر ناکامورا ) د پروژو عملي کولو ته ژمن دی... Читать дальше...

نړۍ کې د کوېډ١٩ خپرېدل؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ١.٥ میلیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا د واکسین د تطبیق لپاره د هیلو په زیاتېدو سره د دې ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر له یو نیم میلیونو کسانو واوښت. د تېرې اونۍ په لړ کې، هره ورځ په نړۍ کې له لسو زرو د زیاتو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ټولنیزې او اقتصادي اغېزې به ډېرې پراخې وي. د ګوتیریش په خبره واکسین د دغه ویروس اوښتي زیانونه په څو کلونو کې له منځه نه شي وړلی. تمه ده د ډسمبر په نیمايي کې د امریکا متحده ایالتونه، اروپایي هېوادونه... Читать дальше...



د لوګر خبریالان د "الياس داعي" د وژنې د قضیې څېړنه غواړي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د ازادۍ راډیو خبریال محمدالیاس داعي له وژنې درې اونۍ تېرېږي، خو تر اوسه حکومتي چارواکو د دې پېښې په اړه د خپلو څېړنو پایلې رسنیو سره نه دي شریکې کړي. دوی وايي، د داعي د وژنې د قضیې په څېړنه کې ځنډ انديښمن کړي او فکر کوي، چې ممکن دوی هم په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې له ورته حالت سره مخامخ شي. محمدالیاس داعي د نومبر  په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو، چې دده پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه. نن د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوند راډیو... Читать дальше...

د افغان طبابت پېژندل شوې څېره "سهیلا صدیقي" مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طبابت د برخې یوه پېژندل شوې څېره او لومړنۍ ښځینه جنراله ډاکتر سهیلا صدیقي نن د ۷۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.  هغه د الزایمر یا د حافظې د کمزورۍ له ناروغي کړې ده.   ولسمشر اشرف غني د ډاکتر سهیلا مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.  ډاکتر سهیلا صدیقي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کاله پورې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابینه کې د روغتیا وزیره وه.  هغې کلونه د افغانستان په پوځي روغتونو له هغې ډلې سردار داوود خان روغتون کې دندې ترسره کړې.

ناټو: افغانستان ته د درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر بشپړو

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د ملاتړ او تداراکاتو اداره وايي، افغانستان ته د څه باندې زر ټنه درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر همدا میاشت بشپړوي.  دا خبره یادې ادارې په یوه اعلامیه کې کړې ده.  د اعلامیې له مخې د درملو لومۍ محموله د نومبر په دیارلسمه کابل ته رسېدلې او تمه ده پاتې درمل د همدې میاشتې تر پایه ورسېږي.  تمه ده دا اندازه درمل او طبي وسایل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لارې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو او اړوندو وزارتخانو وویشل شي.  ناټو وايي درمل او طبي وسایل یې له کاناډا، پرتګال، کوریا او ترکیې ترلاسه کړي. Читать дальше...



امرخېل: د ننګرهار لپاره د داعش نومول شوی والي "هدایت الله" ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې چارواکي ادعا کوي چې دغلته یې د داعش وسله والې ډلې نومول شوی والي وژلی او د دې ډلې یو بل مشر یې ژوندی نیولی دی. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل ادعا کوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت لپاره د داعش نومول شوی سرپرست والي هدایت الله وواژه. هغه دا خبره نن په خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم رسنیو ته ویلي چې د داعش دا سیمه ییز مشر په چپلیار کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. هغه زياتوي: "د ملي امنیت ځانګړو... Читать дальше...

پکتیا والي: جنګیالي طالبان د قطر سیاسي دفتر سره همغږي نه دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا والي ادعا کوي، چې د پنجشنبې د ورځې د ماښام موټر بم برید وسله والو طالبانو کړی او دا ښيي، چې وسله وال جنګیالي طالبان د قطر د سیاسي دفتر له مسئولینو سره همغږي نه دي. د پنجشنبې د ورځې ماښام شپږ او دېرش دقیقې د پکتیا مرکز ګردېز د موټر بم یوې درنې چاودنې ولړزاوه. دغه چاودنه چې، د ښار د لومړۍ حوزې اړوند د خوست لین په سرک د افغان ځواکونو په یوه ګزمه وشوه، درې سرتېري یې ووژل او ۱۹ ملکي وګړي یې ټپیان کړل. دغې چاودنې د شاوخوا سیمې د خلکو مارکېټونو او عامه شتمنیو ته هم زیان اړولی. داکټر خانزاده... Читать дальше...

سپیدار: سیمې ته د خلیلزاد سفر د اوربند ټېنګښت لپاره مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا سیمې په ځانګړي ډول دوحې ته د زلمي خلیلزاد نوی سفر د اوربند د ټېنګېدو په برخه کې مهم بولي.  ښکاري چې په قطر کې د سولې خبرو پېچلې غوټه د پرانیستل کېدو په حال کې ده.  تازه د ملي مصالحې عالي شورا د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته هیله ښيي او وايي، دا پرمختګونه به اوربند ته زمینه برابره کړي.  د ملي مصالحې عالي شورا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سولې خبرو کې د نړیوال ملاتړ خپلولو او د تلپاتې اوربند د ټینګېدو په... Читать дальше...

امریکا په بغداد کې د خپل سفارت د مامورینو شمېر کم کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو په بغداد کې د خپل سفارت د مامورینو شمېر کم کړی دی.  د امریکا متحد ایالتونه په داسې حال کې چې په عراق کې یې له ایراني او عراقي ملېشه ډلو سره کړکېچ زیات شوی د بغداد له سفارت څخه خپل یو شمېر کارکوونکي باسي.  په عراق کې د امریکا سفیر متیو ټیولر د رسنیو له وروستیو راپورونو وروسته پرون په موقت ډول د کارکوونکو د کمولو موضوع تایید کړه.  په هغه ویدیو کې چې د امریکا د سفارت په فیسبوکپاڼه کې خپره شوې، ټیولر ویلي، دی او د دیپلوماتانو اصلي ټیم او پوځي سلاکاران به خپلو دندو ته دوام ورکړي. Читать дальше...

دیني عالمان د کورونا مخنیوي کې کومک ته سلا شوي: عارف علوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي د هېواد دیني عالمان د کورونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو مخنیوي لپاره د احتیاطي لارښوونو پر عملي کولو سلا شوي دي. نوموړي د ډېسېمبر پر درېیمه، په اسلام اباد کې د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې یې له هغوی وغوښتل چې د جوماتونو له لارې ولس ته د احتیاط سپارښتنه وکړي او د کووېډ-۱۹ په اړه ورته خبرداری ورکړي.   د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا د دویمې څپې مخنیوي لپاره تعلیمي ادارې تړلې دي او پر خلکو یې له کوره بهر د ماسک یا تمبوزک وهلو غږ کړی دی. علوي زیاته... Читать дальше...

پاکستان: کرونا ویروس په پنځو ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

کرونا ویروس په پاکستان کې په ۵ ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي.   د پاکستان د روغتیاپالانو ټولنې یا (پي ايم اې) په يو راپور کې ويلي چې دا ډاکتران د نومبر له ۲۷مې څخه د دیسمبر تر دويمې نېټې پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي.  د پي ايم اې راپور وايي چې نومبر میاشت د ډاکترانو لپاره تر ټولو مرګونې وه ځکه د کرونا له لاسه اتلسو ډاکترانو ساه ورکړه.  په دې سره په په کوویډ۱۹ ناروغۍ باندې په پاکستان کې د ټولو مړو شوو ډاکترانو شمېر ۳۰۸ ته رسېدلی دی.   پاکستاني ډاکترانو په اکتوبر کې وېره څرګنده... Читать дальше...

"لا تر اوسه ارزګان کې د غوږونو، سترګو او پوستکي ډاکتران نه شته"

Pa.azadiradio.com 

په ټول ارزګان کې د غوږونو، سترګو او پوستکي  متخصص ډاکتران نه شته.  د دې ولایت خلک وايي،  له یوې خوا  جګړو ورباندې لارې تړلي او بلخوا یې په ولایت کې روغتیايي اسانتیاوې کمې دي.  په دې اړه له ارزګان څخه شریف الله شرافت راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

یو کال پس هم د ناکامورا وژونکي ونه نیول شول

Mashaalradio.com 

کله چې تېره کال د ډسمبر په څلورمه نېټه ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې جاپانی ډاکټر ناکامورا وواژه نو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نړۍ کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

له اوږدې مبارزې وروسته 'د نړۍ تر ټولو يوازې' فيل له پاکستانه ولېږدول شو

Mashaalradio.com 

د کاون په نوم ۳۶ کلن فيل چې د نړۍ په تر ټولو يوازې فيل مشهور دی، ۳۵ کاله وروسته د پاکستان له يو ژوبڼ څخه په سامان وړونکې الوتکه کې کمبوډيا ته ولېږدول شو. له پاکستانه د دې فيل د ايستلو لپاره د ژويو د حقونو فعالانو اوږده مبارزه وکړه. رويټرز خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې احمد شاه اعظمي پښتو کړی دی.


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Певец Сергей Шнуров заявил, что бог велел Киркорову проклинать "Евровидение"





Rss.plus
Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»




Еще 27 проектов реновации запустят в Подмосковье в 2024 году

Житель Подмосковья едва не погиб из-за ватных палочек

Суд вынес приговор похитителю украшений их храма в Нижнем Аблязово

Скоро в школу. В Ватутинках завершается строительство учебного заведения




د ناکامورا لومړى تلين؛ ننګرهاريان د ده د وژنکو پر نيولو ټينګار کوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې جاپاني ټبري بشرپال ډاکټر ناکامورا د وژنې یو کاله پوره شو. کله چې تېره کال د ډسمبر په څلورمه نېټه ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې جاپانی ډاکټر ناکامورا وواژه نو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نړۍ کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. پي ایم ایس خیریه بنسټ مشر تیتڅو ناکامورا چې ځايي خلکو کاکا مراد باله کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې. د ناکامورا له مرګ په وروسته اونیو او میاشتو کې د هغه په یاد غونډې وشوې، مډالونه یې... Читать дальше...

جوبایډن: امریکايان دې زما د حکومت په لومړیو ١٠٠ ورځو کې ماسک وکاروي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر جو بایډن به له امریکايانو غوښتنه وکړي، چې د ده د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ماسکونه وکاروي. په داسې حال کې چې کرونا وبا په دغه هېواد کې سخته په خپرېدو ده، د بایډن اداره په جنورۍ میاشت کې رسماً قدرت ترلاسه کوي. جو بایډن پرون پنجشنبه د لومړي وار لپاره له خپلې مرستیالې کاملا هاریس سره په ګډه مرکه کې سي اين اين ټلویزیوني شبکې ته وویل: "د لوړې د مراسمو په لومړۍ ورځ به له ولس نه د سلو ورځو لپاره د ماسکونو کارولو غوښتنه وکړم."  جو بایډن د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو... Читать дальше...

بغلان پولیس: اندراب کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان پولیس وايي، په اندراب ولسوالۍ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت نن جمعه رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، دا نښته پرون مازیګر وشوه.  هغه زياتوي: "په پلحصار ساحه کې یې غوښتل فعالیت وکړي، چې د ملي امنیت له پولیسو سره په وسله والو نښته واوښتل، چې په نتیجه کې د طالبانو ۴ کسان ووژل شول او ۳ تنه یې ټپیان شول، چې ۲ مړي یې د جګړې په میدان کې پاتې وو."  احمد جاوید بشارت وايي پولیسو ته یو راکټ انداز، یو کلاشنکوف او نور مهمات په لاس ورغلي دي. Читать дальше...

پکتيا چارواکي: موټربم چاودنې ٣ کسه وژلي او ١٩ ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تېر ماښام په یوه موټربم چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي. د پکتیا د والي ویندوی عبدالرحمان منګل وویل چې دا برید د ګردېز – خوست لاین په ساحه کې وشو، ده د پېښې د نورو جزییاتو په اړه وویل: "نن ماښام د هیواد او سولې دښمنانو له لوري د پکتیا مرکز ګرديز خوست په لین پر امنیتي ګزمې موټر بم چاودنه شوې چې په پایله کې یې بدبختانه ۳ تنه د ملي امنیت سرتېري شهیدان شوي، ۱۴ تنه عام ملکي وګړي ټپیان شوي او په یاده سیمه کې عامه شتمنیو، مارکیټونو او دوکانونو ته هم مالي... Читать дальше...

خليلزاد د ترکیې چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته د تګ په لاره کې د ترکیې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر  خبرې وکړې. خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوحې ته روان دی او هلته به وګوري چې د افغانستان د دولت او طالبانو له پلاوو سره د اصولو او کړنلارې په برخه کې د هغوی د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولی شي څو د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي. روانه اوونۍ په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له نژدې دوو میاشتو وروسته... Читать дальше...

ولسمشر غني د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون جوړېدو فرمان ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره د حکومت له لوري د نوي کمېسیون جوړېدا د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره مهم اقدام وباله. دې سازمان ویلي، د افغانستان د حکومت له لوري د دې کمېسیون جوړېدا په دغه هېواد کې د بشري حقونو لپاره یو بری دی. د بخښنې نړیوال سازمان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون تاسیس کړ. دا کمېسیون به، چې د بشري حقونو د دفاع او په افغانستان کې د بشري حقونو د اړوندو... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Наталья Сергунина

Сергунина: в Москве появилась собственная платформа по разработке моделей ИИ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин. Главное за день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России