سپیدار: د سولې مذاکراتو دوهم پړاو هم په قطر کې ترسره کېږي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو دوهم پړاو به هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا د سولې په بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو پرېکړه ده. هغه زیاتوي: "اوس ټول پردې سلا شوي چې د دوهم پړاو خبرې دې هم د جنوري په پنځمه بیا په دوحه کې پیل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت پوره چمتووالی لري چې د جنوري په پنځمه خپل مذاکرات په دوحه کې له طالبانو سره پیل کړي." ښاغلی خوځون زیاته کړه، چې د افغانستان د دولت... Читать дальше...