جرمني کې یوه موټر چلوونکي ۴ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي
![جرمني کې یوه موټر چلوونکي ۴ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي](https://gdb.rferl.org/f5555458-3803-4e02-a3d5-4eeb3bc342e2_w800_h450.jpg)
د جرمني پولیس وايي لږ تر لږه څلور کسان هغه وخت مړه او ۷ نور ټپیان شول چې په غربي ښار تریر کې د لوکزامبورګ پولې ته نږدې یوه موټر ووهل.
د جرمني رسنۍ وايي پېښه پرون د دغه ښار په داسې ساحه کې شوې چې د خلکو د تګ راتګ لار ترې تېره شوې ده.
پولیسو په ټویټر کې لیکلي، یو کس له موټر سره نیول شوی دی.
د پولیسو په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې څلور کسان مړه شوي او پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.
یوه عیني شاهد یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي، یو موټر چې ډېر تېز روان و، پر خلکو وربرابر شو.