Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2020

ولس چې سیاست نه کوي نو واک یې د بل وي: اڅکزی

0
ولس چې سیاست نه کوي نو واک یې د بل وي: اڅکزی

د پښتنو د یو ستر سیاسي مبارز خان عبدالصمد خان شهید ۴۷م  تلین د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې لویې ولسي غونډې په کولو سره ولمانځل شو.

دې تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د دغه ګوند یوه بل مرکزي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ او ځینو نورو مشرانو ویناګانې وکړې.

پر دې مهال محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، قامونه چې سياست نه کوي نو شپه په شپه یې ښارونه، کاروبارونه او ځمکې د بلچا واک ته ځي، د چمن او کوټې ټول کاروبار د هندوان وو، د جناح او ګاندي فيصلې په يوه شپه هر څه بدل کړل، پښتون تاجر، پښتون ملا صېب، پښتون خان او پښتون ولس ته خواست کوو چې سياست ته رادننه شئ. نوموړي په خپله وینا کې وویل، زلزله راروانه ده، په افغانستان کې چې زلزله راغله قدرمنې پښتنې کېموپونو ته مجبوره شوې، چې دلته زلزله راشي چېرته به ځو؟ اڅکزي وویل، د دفاع او مدافعت بغېر بله لاره نشته، په معمولي خبره پښتانه يو بل وژني، د کال دوه زره پښتانه ځوانان په معمولي خبره سره وژني، په صوابۍ کې په ذاتي ځمکه اته ځوانان ووژل شول، راځئ دغه خوی په قامي او وطني ځمکه خپل کړو او خپله خاوره وساتو په خپلو کې د صبر زغم او بخښلو څخه کار واخلو.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وینا وه چې ګوندي ملګرو یې بايد د جميعت مشران او کارکنان هم  په درناوي دې جلسې ته ورابللي وی. دا وطن د ټولو شريک دى او شريکه به یې ساتو.

نوموړي په خپله وینا کې د چمن وروستۍ پېښې ته کتو (د نومبر پر ۲۹مه) چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه ژوبل ول، وویل، د چمن په بندر به خامخا تجارت ازاد وي، ولس هېڅ پاسپورټ، هېڅ کارډ او هېڅ بنديز منلو ته تيار نه دی.

نوموړي د بندیزونود پاکستان او افغانستان تر منځ پر سرحدي پوله د حکومت له لوري د بېلابېلو بندیزو غندنه وکړه او و یې ویل چې پرسرحدي پوله د اغزن تار له اچولو څخه لر او بر پښتانه هېڅوک نه شي سره جلاکولی. د نوموړي په وینا د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو او بلوڅانو قبیلې پرتې دي او هېڅوک یې نه شي جلا کولی.

اڅکزي د اپوزېشن ګوندونو ټلوالې پاکستان جمهوري تحریک د روانو سیاسي هلوځلو او په سیاست کې د ده په وینا د پوځ لاسوهنې په باب هم خبرې وکړې. نوموړي پر پوځ ږغ وکړ چې په سیاست کې دې لاس نه وهي، ده زیاته کړه چې پوځي لاسوهنه به د ملک لپاره خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي وویل، پي ډي اېم د همدې مقصد لپاره جوړ شوی چې په ملک کې د سیاسي چارو واک او اختیار به له منتخب پارلمان سره وي، پارلمان، عدالت او پوځ به په خپل خپل چوکاټ کې اوسي.

که څه هم اڅکزي پر پوځ په سیاست کې د لاسوهنې تور ولګاوه خو پوځ دا تورونه نه مني.

پر دې مهال سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ د خان عبدالصمد خان شهید پرژوند او قربانیانو باندي په تفصیل سره رڼا واچوله او ویل چي د هغه د قربانیانو او هلو ځلو په نتیجه کې په دې سیمه کې انګریز له ناکامۍ سره مخامخ شو.

د عثمان کاکړ وینا وه چې خان شهید د خپل پښتون قام لپاره کارخانې او کاروباري ادارې غوښتې. تجارت او ملازمتونه یې غوښت. زموږ د بچیانو لپاره تعلیم او هسپتالونه غوښت. هغه له خپلې خاورې عالمي استعماري قوت اېستل غوښت، خان شهید د مارشلايي حکومتونو خلاف وو،  هغه پر یوه انسان د بل انسان د جبر خلاف وو، د یوه قام پر بل قام د جبر خلاف وو.

«خان شهید پر ۷م جولایي ۱۹۰۷ په ګلستان (بلوچستان) کې زېږېدلی او پر ۲م ډسمبر کال ۱۹۷۳ په کوټه کې په بمونو ووژل شو. نوموړی ۶۶ کلن و او د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، هغه د خپل ۶۶ کلن عمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي.

په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند او مبارزې په باب د کتابونو لیکوال شوکت ترین وایي چې خان شهید د سیاسي او ملي مبارزې له لارې خپل قام او ملت ته خدمت کړی دی:

«خان شهید مرام او هدفونه دا ول چې پښتون دې خپلواکی او سرلوړی شي. نه یوازې پښتون، بلکې د بلوڅو او سیندیانو د حقوقو لپاره هم د نوموړي هلې ځلې څرګندې دي. خپلو مرامونو او مقصدونو ته د حقیقت رنګ ورکولو په خاطر نوموړي پر ۲۰م می،۱۹۳۸ د (انجمن وطن) په نامه د یو سیاسي ګوند بنسټ کښېښود، چې د دغ ګوند مقصد هم لکه مخکې چې مو وویل، خپلواکې، بلوچستان او پښتونخوا کې سیاسي اصلاحات او پښتنو ته د انسان په سترګه کتلو تحریک وو.(

لیکوال،شوکت ترین زیاتوي، چې خان شهید د ملي مبارزې تر څنګ، یو هر اړخیزه شخصیت هم درلود.

«د خان عبدالصمد خان ځانګړتیا دا ده، چې له خوشال خان خټک را وروسته، په ټول پښتون افغان تاریخ کې داسې جامع الکمالات شخصیت ترسترګو نه راځي، چې هغه په یوه وخت کې سیاست، صحافت، ژباړې، فقه، اسلامي علوم او ژبه؛ دا ټول په خپل شخصیت کې رانغاړي.)

یاده دې وي،خان عبدالصمد خان اڅکزی د پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزیي پلار وو.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем





Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Билли Айлиш

Подняли с Пола: юбилейный раритет Маккартни и блуждания Билли Айлиш




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России