د مور او پلار ښې اړیکې د کورنۍ پر غړو څومره مثبت اغېز لرلی شي؟
![د مور او پلار ښې اړیکې د کورنۍ پر غړو څومره مثبت اغېز لرلی شي؟](https://gdb.rferl.org/80E4ED64-6705-4F8D-8A02-F0B283A905CB_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې:
پوهیږئ چې د مور او پلار په منځ کې مینه، احترام او ښې اړیکې د کورنۍ په غړو څومره مثبته اغېزه لري؟
ولې ځېنې مېندې او پلرونه بیا دې موضوعاتو ته ارزښت نه ورکوي؟
د مور او پلار په منځ کې ناسم چلند په اولادونو کوم منفي اثر پرېباسي؟
نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په همدې موضوع غږیږو چې د راپور تر څنګ د عامو خلکو نظرونه او په پای کې د ټولنپوه سره مرکه هم لرو ، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: