ایران کې پر اعدام د محکومو ٣ کسانو دوسيې له سره څېړل کېږي
د ایران ستره محکمه وايي، د هغو درېیو ځوانانو دوسیې له سره څېړي، چې په ۲۰۱۹م کال د دولت ضد اعتراضونو به تړاو په اعدام محکوم شوي.
د ایران سترې محکمې ویبسایټ نن اعلان کړی، چې دغه دوسیې په یوه بله محکمه کې څېړل کېږي.
د دغو کسانو نومونه امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي یاد شوي، چې شاوخوا ۲۰ کلن دي او د هغو اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، چې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله شوي وو.
د بشري حقونو د ملاتړ ډلو ویلی، په هغو اعتراضونو کې چې تېر میلادي کال تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو او ښارګیو کې وشول، لږ تر لږه ۳۰۰ کسان ووژل شوي او تر ۷۰۰۰ زیات نور ونیول شول.