کونړ کې د ډاکترانو کاري اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځېد
د کونړ مرکزي روغتون ډاکترانو د کاري اعتصاب څلورمه ورځ ده، خو لا يې هم غوښتنې نه دي منل شوي.
د یاد کار بندیز له امله ناروغان ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د اسعد اباد مرکزي روغتون ته له لېرې لېرې ځایونو په لسګونو ناروغان د درملنې لپاره راغلي، خو ډاکترانو کاري اعتصاب کړی او د روغتون اکثره خونو ته قلفونه پراته دي.
ډاکتران وايي، د خپل معاش د پوره اخیستلو لپاره يې له ولایته نیولې تر وزارته دروازې ټکولې، خو چا يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
يو تن ډاکتر مولا داد وويل: "موږ ولایت، ولایتې شورا او وزارت ته عارض شوي یو، د شکایت يو ځاى نه دی پاتې شوی، نو مجبور شو کار بندیز مو وکړ، په ټول افغانستان چې په کوم سیستم معاشونه ورکول کېږي په هغه حساب دې له موږ هم یو سلنه پیسې وګرځوي، خو زموږ يې پنځه سلنه معطل کړی دی."
خو د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادۍ راډیو ته وویل کابل ته تللی څو د عامې روغتیا وزارت چارواکو او اړوندې موسسې سره د ډاکترانو لخوا د پیل شوي کاري اعتصاب پاى ته رسولو لپاره حللاره پیدا کړي.
ډاکتران وايي، د هېواد اکثره روغتونونه او روغتیايي مرکزونه همکارو موسسو ته سپارل شوي، چې ډېری يې خپلې دندې په سمه توګه نه شي ترسره کولی او له امله يې روغتیايي کار کوونکي او ناروغان ستونزو سره مخ وي.
له دې وړاندې د نورستان روغتیايي کار کوونکو د معاشونو د نه ورکړې په غبرګون کې له دوه میاشتو زیات کاري اعتصاب کړى و.