بغلان کې د فوټبال لیګ؛ د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله اتله شوه
د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ اتله شوه.
د بغلان د فوټبال فدراسیون رئیس فرید احمد سدید نن شنبه(د لېندۍ ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیاليو په پایلوبه کې 'عقابان' او 'حضرت عمر' راوتلې وې چې 'حضرت عمر فاروق' لوبډله سره مخ وې چې لوبه ۱-۲ پر وړاندې حضرت عمر فاروق لوبډلې وګټله .
ښاغلی سدید وايي چې د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د اتلولۍ په ګټلو سره د هېواد شمال ختیځ زون د اتلولۍ سیالیو ته لار پیدا کړه.
ویل کېږي چې دا سیالۍ یوه اوونۍ دمخه پیل شوې وې او نن شنبه پای ته ورسېدې چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.