"بغلان کې د طالبانو یو نومول شوی ولسوال له خپلو ملګرو سره وژل شوى"
د بغلان امنیه قوماندانۍ وايي، د طالبانو یو نومول شوی ولسوال د هغه له ملګرو سره ووژل شو.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته وویل، چې لومړی وسله والو طالبانو نن په دوشي ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو حمله وکړه.
هغه زياتوي: "حمله یې د پولیسو له خوا شنډه شوه، په نتیجه کې د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا امیر د هغه له درېیو ملګرو سره ووژل شو. دوی تل هڅه کوله چې د لویو لارو په اوږدو کې د سوداګرو مالونه لوټ کړي."
ښاغلی بشارت وايي، په دې وسله واله نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.