کینیا کې د لاسي رېړو پر ځای برېښنايي رېړې دودېږي
د پاکستان او افغانستان په ګډون په افريقايي هېوادونو کې لا هم رېړه (لاسګاډی، کراچۍ) چلول د ګټې وټې وسيله ده خو کار یې خورا سخت دی. د چلوونکو ستونزو او کړاوونو ته په کتو، د کينيا د اټو ټرک شرکت مشر برېښنايي رېړه جوړه کړې ده. دا په بېټرۍ چلېږي او د جوړوونکي په وينا، له دې سره به د لاسي رېړو پرتله د چلوونکو ګټه لا زياته شي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ.