د سریلانکا کرکټ غوره لیګ؛ سبا دوه لوبې کېږي
د سریلانکا کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ سبا چهارشنبه (د لېندۍ ۱۹مه) دوه لوبې ترسره کېږي.
په یادو سیالیو کې جفنا ستالونز لوبډله کینډي تسکرز سره میدان ته ځي او دمبولا ویکینگ له ګالي ګلیډیټرز سره بخت ازماییي.
د تېرې ورځې په لوبه کې کېنګز لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې، خو مقابله لوبډله ګالي ګلیډیټرز وتوانېده چې دا هدف پوره او لوبه وګټي.