امريکا څلور هېوادونه د مذهبي ازاديو د ناقضانو په نوملړ کې شامل کړل
![امريکا څلور هېوادونه د مذهبي ازاديو د ناقضانو په نوملړ کې شامل کړل](https://gdb.rferl.org/4E5E8F99-0354-413A-8882-14A845D9A397_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان په هغه نوملړ کې شامل کړل، چې په کې د مذهبي آزادیو په اړه د پام وړ اندېښنې شته.
دا اقدام پرون شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې د مذهبي آزادیو په اړه د ۱۹۹۸ کال پرېکړه لیک له مخې دا اقدام شوی دی.
پر دوی تور دی چې په سیستماتیک او دوامداره ډول یې د مذهبي آزادیو په سرغړونه کې لاس درلود او یا یې تحمیل کړي دي.
روسیه او درې نور هېوادونه هم د مذهبي آزادي د سرغړوونکو هېوادونو په کتار کې تر سختې څارنې لاندې ونیول شول.
مایک پومپيو ویلي واشنګټن یو ځل بیا د هغو کسانو د دفاع لپاره چې عملا اساسي آزادۍ غواړي، اقدام وکړ.