ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا لومړی تلین ولمانځل شو
ناکامورا د تېرو شپاړسو کلونو په موده کې د کونړ پر سیند د ننګرهار خېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته سربندونه جوړ کړي، په زرګونو جریبه دښتې يې خړوبې کړې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې ښوونځي، مدرسې او کلینکونه هم جوړ کړي ول.