امريکا پاکستان د مذهبي ازاديو سرغړونو د 'ځانګړې اندېښنې وړ' هېوادونو نوملړ ته اچولی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو بیان کې ویلي، دا هيوادونه د ۱۹۹۸ز کال د نړیوالې مذهبي ازادۍ تر هغه قانون لاندې په دې فهرست کې شامل شوي چې د مذهبي ازادۍ د سېسټماټيک، روانو او لويو سرغړونو کې ککړ دي او يا يې زغمي.