د کاپیسا فعالې 'سیرت' د جرمني- فرانسې د بشري حقونو مډال ترلاسه کړ
په کاپیسا کې د بشري حقونو فعالې ساره سیرت د جرمني- فرانسې د بشري حقونو مډال ترلاسه کړ.
په کابل کې د جرمني سفارت پر خپله ټویټرپاڼه مېرمن سیرت زړوره فعاله بللې او ویلي یې دي چې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یې دا مډال ورکړی دی.
ساره سیرت چې د ځوانانو د پارلمان غړې ده، له څو کلونو راهیسې کاپیسا ولایت کې د مدني فعالې په توګه فعالیت کوي.
نوموړې تېرو پارلماني ټاکنو کې ولسي جرګې ته نومانده هم وه، خو د بریا رایې یې خپلې نه کړې.