بریتانیا او اروپايي ټولنه برګزېټ تړون کې د خنډ پر پای ته رسولو سلا شول
د بریتانیا صدراعظم او د اروپایي ټولنې مشره سره سلا شول چې د همدې اوونۍ تر پایه به د برګزېټ سوداګریز تړون په اړه خبرو کې رامنځته شوی خنډ پای ته ورسوي.
بورېس جانسون او اورزلا فن دیر لاین پرون بروکسل کې د ماښامنۍ ډوډۍ پر مهال سره وکتل، خو خبرې د اختلافي مسایلو پر سر له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.
له برګزېټ وروسته سوداګریز تړون په اړه مخالفتونه په درېیو برخو کې پاته دي چې د کب نیونې پر حقونو، د عادلانه سوداګرۍ پر اصولو او د همدې تړون د اداره کولو پر څرنګوالي دي.
مېرمن فن دیر لاین له دغو خبرو وروسته وویل، دواړو لورو ژوندۍ او په زړه پورې خبرې درلودې، خو لا هم له هوکړې لیرې پاته دي.
دې ویلي، د دواړو لورو مرکچیان به د ډسمبر تر ۱۳مې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو د لېږد پړاو د همدې ډسمبر میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته رسېږي، که تر هغه وخته سوداګریز تړون ونهشي، د هېوادونو په پولو کې به ستونزې پیدا او مالي مارکېټ ته زیان واړوي.