خوستي ویناوال: نه دې مسوولین فساد کوي او نه دې نور فساد ته پرېږدي
دوی چې، د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خوست کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت او نورو بیلابیلو ادارو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولسونو د رضایت په خاطر دې د فساد مخنیوی وکړي.