مزار کې د باولېنګ ٣ ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو
![مزار کې د باولېنګ ٣ ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو](https://gdb.rferl.org/131825F7-9CC7-416A-9D50-1B6C70DC1AA1_w800_h450.jpg)
د افغانستان شمال زون لوبغاړو لپاره د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د باولېنګ ملي فدراسیون له لوري یو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د دغه فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د باولېنګ فدراسیون د یو شمېر روزونکو لخو پرمخ وړل کېږي، چې هدف یې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د لوغاړو ظرفیتونه لوړول دي.
نن د دغه روزنیز پروګرام لومړۍ ورځ وه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د باولېنګ ملي ټیم ټاکنیزې سیالۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې په کابل کې جوړې شي.