چارواکي: د دهراود ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیول شوې
په ارزګان کې د ملي اردو یو چارواکی وايي، افغان سرتېرو د دهراود ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته له وسله والو طالبانو ونیولې.
په دې ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو قوماندان کبیر خان نن ازادۍ راډیو ته وویل، دغه سیمې تر درنو جګړو وروسته بېرته ونیول شوې.
هغه زياتوي: "طالبان د بازار نیمايي برخې ته داخل شول، بېرته موږ ورڅخه ونيولې، بازار او قومانداني زموږ په لاس کې دي."
د ملي اردو دغه مسوول وايي، اوس د دې ولسوالۍ یوازې دوې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
کبیر خان زیاته کړه، په جګړه کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان په ګډون زیات وسله وال طالبان وژل شوي خو د ده په وینا افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله وال طالبان بیا د افغان چارواکو دا خبرې ردوي او ادعا کوي چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.