نامعلومو وسلهوالو په کابل کې یو پولیس وواژه
د هدفي وژنو د لړۍ په دوام نن هم یو پولیس په پلازمېنه کابل کې د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د نامعلومو کسانو په ډزو زموږ یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی."
ښاغلی فرامرز وایي د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي او په خبرهیې د امنیتي ټیم جدي پلټنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.