د روسیې باشکورتستان اور لګېدنې ۱۱ تنه وژلي
![د روسیې باشکورتستان اور لګېدنې ۱۱ تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/8667eed7-3dc2-44ee-82e7-f178ea2f8ce4_w800_h450.jpg)
د روسیې په باشکورتستان جمهوریت کې د زړو متقاعدینو په یوه استوګنځي کې د اور لګېدو له امله نن سې شنبه (د لېندۍ ۲۵مه) یوولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په باشکورتستان کې د بیړنیو چارو د وزارت څانګې وویل چې د متقاعدینو په یوه غیر دولتي ودانۍ کې لګیدلی دی او دې کور د اور وژنې د خبرداري سم سیستم نه درلود.
چارواکي وایي چې د اورلګېدو د پېښې تحقیقات یې پیل کړي دي.