نامعلومو کسانو جلال اباد کې د ملي امنیت یو کار کوونکی وواژه
نامعلومو کسانو نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۷مه) په جلال اباد کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وواژه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته نامعلومو کسانو د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملي امنیت پر کارکوونکو ډزې کړي چې له امله یې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جلال اباد ښاریان په دغه ښار کې د هدفي وژنو له ډېروالي شکایت کوي.
د یادونې وړده چې تېره اوونۍ په همدې ورځ هم د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې یوه سیمه ییزه خبریاله ملاله میوند د نامعلومو کسانو له خوا د خپل یوه همکار سره یوځای په ډزو ووژل شوه.