د امریکا سفارت: د سولې ټینګښت به کډوالو ته کاري زمینې برابرې کړي
![د امریکا سفارت: د سولې ټینګښت به کډوالو ته کاري زمینې برابرې کړي](https://gdb.rferl.org/2BB2B55C-D856-4A78-8B69-E9E6DDC84F63_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي، د سولې ټینګښت به د کورنیو بې ځایه شوېو او نورو افغانانو لپاره خورا زیات اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست راس ویلسن نن جمعه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې سوله به په افغانستان کې سوداګري، کاري فرصتونه او اقتصادي عواید پیاوړي کړي.
ښاغلي ویلسن د کډوالو د راستنېدو او له بېځایه شویو کډوالو سره د مرستې په برخه کې د متحدایالاتو د نژدې ۲۷۷ میلیون ډالره مرستې یادونه هم کړې.