نایجریا کې یو شمېر برمته زده کوونکي ماشومان خوشې شول
په نایجریا کې له ۳۵۰ زیات برمته شوي زده کوونکي ماشومان خوشې شول.
سیمه ییزو او دولتي چارواکو د دې هلکانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
نژدې یوه اوونۍ مخکې موټر سایکل سپرو وسله والو د نایجریا په کڅینا ایالت کې د ساینس پر ښوونځي برید وکړ او دا هلکان یې له تښتولو وروسته څېرمه روګو ځنګل ته له ځان سره بوتلل.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې ځینې ماشومان لادرکه دي.
د کڅینا والي امینو بیلو ماساري یوه سیمه ییز ټلوېزیون ته وویل، دی فکر کوي چې اکثریت برمته شوي ماشومان ژغورل شوي دي.
ولسمشر محمدو بوهاري د دې ماشومانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.
نایجریايي چارواکو ویلي چې د دې ماشومانو د خوشې کېدو د عملیاتو پر مهال یو ډز هم نه دی شوی.